کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس اوباما د اسدالله خالد د روغتیا پوښتنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جدی 1391 ساعت 12:49


 د امریکې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جلالتمآب بارک اوباما د پنجشنې له غرمې وروسته د لېندۍ په ۳۰ مه (د دسمبر ۲۰ مه) د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس اسدالله خالد څخه په هغه روغتون کې عیادت وکړ، چې اسدالله خالد پکې تر درملنې لاندې دی.

د امریکې د متحده ایالاتو جمهور رئیس، په ښاغلي خالد ناکام ځان وژونکی برید و غنده او په هغه پېښه کې د نوموړي ټپې کېدو په اړه یې تأسف څرګند کړ. بارک اوباما د ښاغلي خالد د درملنې په اړه په تفصیلي معلومات غوښتونکی و غوښتل او په دې یې خوښي څرګنده کړه چې د ښاغلي خالد روغتیایې حالت مخ په ښه کېدو دی.


د مطلب کود: 54507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54507/جمهور-رئیس-اوباما-د-اسدالله-خالد-روغتیا-پوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com