دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 54534
اسپانیا علاقه لري چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن سهار د اسپانیا هېواد له
صدراعظم (ماریانو راخوی) سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په باب پکې خبرې وشوې، د اسپانیا صدراعظم د دغه هېواد د پادشاه نیکې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول، وې ویل چې اسپانیا علاقه لري چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اسپانیا صدراعظم وویل په تېرو لسو کلونوکې چې په افغانستان کې حضور لرو هڅه مو کړې ده چې د هرات او بادغیس ولایت له خلکو سره مرسته وکړو ترڅو هغوي ښه ژوند ولري.

د اسپانیا صدراعظم همدا راز وویل هېواد یې علاقه لري چې د لمریزې انرژۍ، د اوبو سکټور، ودانولو چارو، د اوسپنې پټلۍ او په نورو برخوکې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ده وویل چې اسپانیا هغه هېواد دی چې په دې برخه کې لازم تخصص لري او کولای شي له افغانستان سره په دې لاره کې ښې همکارۍ وکړي.

حامدکرزي په تېرو لسو کلونوکې د افغانستان له خلکو سره د اسپانیا له مرستو او همکاریو څخه د مننې په ترڅ کې په افغانستان کې د هغه هېواد پانګې اچونې ته هرکلی ووایه ، وې ویل موږ د اسپانیا پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې به له خپلې پانګونې څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.

د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته اشاره وکړه، وې ویل دغه شرکتونه په افغانستان کې د پانګې اچونې ښې بېلګې دي چې اوس مهال اتلس
میلیونه مشترکین لري او په تېرو لسو کلونوکې یې په هېواد کې له خپلې پانګې اچونې څخه ښه ګټه ترلاسه کړې ده.
حامدکرزي همدا راز په افغانستان کې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د انتخابوتو له ترسره کېدو څخه ډاډ ورکړ، وې ویل چې د افغانستان حکومت به په ټول توان هڅه وکړي چې د افغانستان خلک په بشپړ مصونیت سره د رایو ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او له هیڅ ډول فشار او بهرني نفوذ پرته د خپلې خوښې وړجمهوررئیس وټاکي.




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5waw.t1a5p26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته