کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوباما، جان کېري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه ونوماوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جدی 1391 ساعت 21:50



د امريکا ولسمشر بارک اوباما ډيموکرات سناتور جان کېري د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه ونوماوه.

اوباما دغه اعلان پرون په سپينه ماڼۍ کې وکړ:

”زه فکر کوم دا به عادلانه وي، که وويل شي، چې د جان کېري په څېر لږ کسان داسې دي؛ چې دومره بهرني ولسمشران او صدراعظمان پېژني، يا هم زموږ بهرنۍ پاليسي دومره په ژوره توګه درک کوي.

دا ټکى کېري يو مناسب انتخاب جوړوي، څو په راتلونکو کلونو کې د امريکا ډيپلوماسي رهنمايي کړي.“

که چېرې امريکايي سناتور دا پېشنهاد تاييد کړي، کېري به د مېرمن هليري کلېنټن پرځاى، چې له اوباما څخه يې غوښتي، دا له واکه ليرې کړي، د بهرنيو چارو وزير شي.

جان کېري دا مهال د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر دى. کېري په داسې حال کې دغه مقام ته نومول کېږي چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفيرې سوزان رايس د کانديدانو له ليست څخه خپل نوم وايست.

هغې دا اقدام په کانګريس کې د جمهوريت غوښتونکو تر شديدو انتقادونو وروسته وکړ.

کارپوهان وايي کېري به په مشرانو جرګه کې د خپلو همکارانو له خوا په اسانۍ سره د تاييد رايه واخلي.


د مطلب کود: 54561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54561/اوباما-جان-کېري-د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-په-توګه-ونوماوه

آوا
  https://www.avapress.com