دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 54621
په پلازمينه کابل کې دترکیې سفیر او په ترکيه کې دافغانستان سفیر دمیدان وردګو ولایت څخه لیدنه وکړه
په کابل د دوست هېواد  ترکیې سفیر  اوتزترک او په ترکیې کې دافغانستان سفیر امان الله جیهون دمیدان وردګو ولایت څخه دلیدنې پرمهال ژمنه وکړه چې دمیدان وردګو ولایت کې به د۲۰۱۴ کال وروسته هم نوموړي ولایت په بیارغاونه کې هراړخیزه مرستي کوي.

په دغه سفر کې په بلازمینه کابل کې دترکیې هېواد سفیر بسات اوتزترک، او په ترکيې کې دافغانستان لوی سفیر امان الله جیحون سربیره یو شمېر ترکي دیپلوماتو ګډون درلود.

لومړي راغلو سفیرانو د ولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي او امنیې قوماندان
سردار محمدځاځي سره دقوس د۳ نیټې دتروریستي پیښې په اړه خپل دخواخوږۍ مراتب
څرګند او ورسته دترکیې سفیر بساط اوتزترک وویل داچې زموږ ولایتي بیارغاونې
ټیم دلته فعالیت کوي نو په همدې موخه موږ ته لومړیتوب لري او تر ۲۰۱۴ کال
وروسته به هم موږ په میدان وردګو ولایت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو. نوموړي
ژمنه وکړه چې په وروستي تروریستي برید کې ددې ولایت ته داوښتو زیانونو په اړه
به ترکيې هېواد خپلې ممکنه مرستې ددې ولایت دخلکو څخه دریغ نه کړي.

ښاغلي والي په دې ولایت کې دترکيې هېواد هراخیزو مرستو څخه دمننې ترڅنګ وویل
چې زموږ ترکانو ورونو واقعا پدې ولایت کې داسې مرستې ترسره کړي چې په اقتصادي
او ټولنیز ډول دپام وړ او خلکو ته دارزښت وړ دي. ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه موږ
هیله لرو چې ترکيې هېواد به دخلکو سره دپوهنې په کیفیت لوړلو کې هم دپام وړ
مرستې وکړي. ځکه باکیفیته تعلیم او تربیه دټولنیز انکشاف لپاره لاره هوار وي.

په ترکیې کې دافغانستان سسفیر امان الله جیهون په ویناء چې ترګان د افغانانو
سره تاریخي دوستي لري او دا به هڅه وکړي چې په دې ولایت کې ترکانو ولایتي
بیارغاونې ټیم سره په ګډه ددې ولایت دلومړیتوبونو لپاره اړینې مرستې راجلب
کړي. کړي نوموړي دترکانو څخه مننه وکړه چې دپيل نه یې تردې مهاله په دې ولایت
کې (۱۶۴) پروژې بشپړې کړې دي.

 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyvdt.w6dj0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته