تاند- د هسپانیا صدراعظم، چې افغانستان ته په سفر راغلی، نن وویل چې پوځیان به یې حتي له ۲۰۱۴ څخه وروسته، چې د ناټو تړون د نورو غړیو هیوادونو سرتېري له افغانستانه وځي، په افغانستان کې پاتې شي.
د هسپانیا رسنیو وویل، مارانو راخوۍ چې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کرسیمس د مبارکي ویلو لپاره دې هیواد ته تللی، نن په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:« موږ له ۲۰۱۴ وروسته هم له افغانستانه خپل پوځیان نه باسو.»
هسپانیا په افغانستان کې ټولټال ۱۴۰۰ پوځیان لري چې په بادغیس او هرات کې ځای پرځای دي.
د هسپانیا د دفاع وزارت له مالوماتو سره سم په تېرو لسو کلونو کې د هسپانیا ۲۶ زره پوځیانو په نوبت په افغانستان کې ماموریت کړی دی.
حاضردمه ۹۶۵ هسپانیايي پوځیان په قلعه نو او ۳۶۹ نور په هرات کې مېشت دي. دوی د ګزمې تر څنګ د هرات د هوايي ډګر او روغتون د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه لري.
د هسپانیا صدراعظم وویل، ځواکونه به یې له ۲۰۱۴ وروسته په هرات ولایت کې پاتې شي. ده وویل چې له خپلو متحدانو سره په خبرو بوخت دی چې د هرات هوايي ډګر د دوی پوځیانو ته د اوږدې مودې لپاره وسپاري.