دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 54767
سولې مشورتي ناستې باید د افغانستان دولت په خوښه او د افغانستان دننه
 هغه مطبوعاتي راپورونه چې ګواکی د افغانستان دولت د سولې د هغو مشورتي
ناستو د ترسره کولوسره چې د افغانستان د دولت سره د مشورې او همغږۍ پرته د
هیواد څخه بهر په لاره اچول کیږي موافق دی، سم نه دي. د افغانستان اسلامي
جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره تکراروي چې د افغانستان د سولې
بهیر په اړه د افغانانو ترمنځ هر ډول مشورتي غونډې او ناستې باید د افغانستان
د دولت په خوښه او د هیواد دننه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ نیغې رسمي خبرې اترې
کیدای شي د رسمي بهیرونو له لارې، په قطر کې د طالبانو تحریک د دفتر د جوړولو
په ګډون، د هیواد څخه بهر ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguu9n.ak9t34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته