کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قزاقستان د یوې الوتکې د غورځیدو په نتیجه کې ټولې ۲۷ تنه سپرلۍ مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جدی 1391 ساعت 22:26


راپورونه وایي، د قزاقستان د سرحدي ځواکونو د یوې پوځي ترانسپورتې الوتکې ټولې ۲۷ تنه سپرلۍ چې د سې شنبې په ورځ د هېواد په جنوب کې غورځیدلې وه، مړه شوي دي.

الوتکه د قزاقستان د جنوبې سېمې ادارې مرکز شیمکینټ ته نږدې غورځیدلې ده.

د قزاقستان د ملې امنیت کميټه وایي، په الوتکې کې شل سپرلۍ او اووه تنه عمله سپاره وو.

دا کمیټه وایي، په مړو کې د قزاقستان د سرحدي ځواک سرپرست مشر ډګروال تورګانبیګ ستامبیکوف هم شامل دی.

د الوتکۍ د غورځیدو د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 54942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54942/د-قزاقستان-یوې-الوتکې-غورځیدو-په-نتیجه-کې-ټولې-۲۷-تنه-سپرلۍ-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com