دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 55025
وحیدي: له یو کال وروسته مو چپې درې ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې اکمالات وکړل
د کونړ والي وایي، چې له یو کال وروسته یې د دې ولایت چپې درې ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې اکمالات وکړل.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي وایي، چې د دې اکمالاتو په رسولو کې قومي مشرانو، د ملي اردو ځواکونو او ملي پولیسو مرسته ورسره کړې ده.

هغه همدا راز وایي، چې هڅه کوي د ځمکې له لارې د اکمالاتو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي ځکه په وینا یې دا کار د امنیت په ټینګولو کې دوی سره مرسته کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78n.jh8nwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته