دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 55180
د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۸ زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې
۸ و پرون ناوخته د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې.

دا زلزله، چې شدت یې زیات ښودل شوی په پلازمېنه کابل او حتى د پاکستان په ځینو سیمو کې احساس شوې ده.

د امریکا د زلزله پېژندنې اداره وايي، چې د زلزلې مرکز د جلال اباد ښار د شمال شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره لېرې په مځکه کې ۱۱۵ کیلومتره ژور اټکل شوی دی.

تراوسه پورې د زلزلې په وجه د احتمالي مرګ ژوبلو یا زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzq9n.ak9n74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته