دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 55301
د بدخشان په کوهستان راغ ولسوالۍ کې 11 تنه تر واورې لاندې شوي
د بدخشان چارواکي وايي، د کوهستان راغ په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه تر واورې لاندې شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس مولوي ذبیح الله عتیق ازادۍ راډیو ته وویل، چې سیمي ته د ژغورنې ډله تللې او د اتو کسانو مړي یې له واوري را ایستلي دي.

تر دې پخوا هم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د واورې او بارانونو له امله خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي او لارې هم د خلکو د تګ راتګ لپاره بندي شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fbs.rhbsgp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته