دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 55304
د فرانسې دفاع وزیر له افغان چارواکو سره وکتل
تاند - د فرانسې دفاع وزیر نن کابل ته له رسېدو وروسته له ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې له پاتې فرانسوي پوځیانو سره وکتل.

ویل شوي چې ژان ایودریان نن سهار کابل ته په دې نیت راغی چې د نوي میلادي کال په درشل کې د خپلو پوځیانو هلې ځلې وستايي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې ایودریان د افغانستان له دفاع وزیر بسم الله محمدي او په افغانستان کې د ناټو له عمومي قومندان جنرال جان الن سره هم وکتل او په دې هیواد کې یې د ځواک لېږد د بهیر ملاتړ څرګند کړ.

فرانسې د جګړې له سیمو لکه کاپیسا او سروبي څخه خپل پوځیان ایستلي او شاوخوا یو نیم زر سرتېري یې لا هم په کابل کې دېره دي.

فرانسه روانه اوونۍ د طالبانو او حزب اسلامي په شمول د بېلابېلو افغان خواوو د استازو کوربنه وه.

فرانسوي چارواکو ویلي چې د افغانستان حربي ماموریت یې پای ته رسولی خو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د کابل د هوايي ډګر او د کابل د پوځي روغتون د امنیت په ساتنه کې مرستې ته د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري دوام ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceex8n.jh8n7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته