کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار دهلې بند رغول کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1391 ساعت 18:43


چارې پیل او له مخې به یې ددغه بند دېوال تر ۵۰-۵۸ مترو پورې لوړ شي.

ددهلې بند د افغانستان په سوېل کې دویم لوی بند دی، چې د کندهار ښار سربېره ددغه ولایت اوو ولسواليو، ميوند، ارغنداب، شاه وليکوټ، دامان، ډند، پنجوايي، او ژېړۍ ځمکې یې خړوبولې.

خو د کلونو په تېرېدو سره ددغه بند زېرمه ۴۰ سلنه له خټو او رسوباتو ډکه شوې، او د اوبو د زېرمه کولو کچه هم په همدې اندازه راټیته شوې.

د کندهار د اوبو لګولو د ریاست چارواکي وایي چې ډېر ژر به ددغې ستونزې د له منځه وړلو په موخه د دهلې بند پرمختیایي چارې پیل کړي.

اوسمهال ددهلې بند ارتفاع یا لوړوالی ۵۰ مترو ته رسېږي چې ددغه پرمختیایي پلان له مخې به د بند لوړوالی ۵۸ مترو ته لوړ شي.

د کندهار د اوبو لګولو د ادارې مشر ښاغلی شېرمحمد عطایي وایي چې ددغې پروژې ۷۰ سلنه لګښت د امریکا د متحده ایالاتو او پاتې نور یې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي.
چارواکي وایي چې د دهلې بند پرمختیایي پلان له پیل سره سم به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره، او دغه پروژه به تر ۲۰۱۵ کال پورې بشپړه شي.

سیمه ییز چارواکي وایي دهلې بند ته څېرمه د شخصي او دولتي املاکو د معلومولو او ارزونې چارې یې هم ګړندۍ کړې او په دې برخه کې د سیمې د خلکو پوره همکاري هم له ځان سره لري.

په کندهار کې د کرنې د ریاست د املاکو مدیر ډاکټر نورالله وایي چې تردې دمه شاوخوا ۳۵۰۰۰ زره دولتي ځمکه تثبیت کړې او لاهم دغه چارې روانې دي.

د کندهار دهلې بند په ۱۳۳۱ لمريزکال کې د امريکا د متحده ایالاتو په مرسته د کندهار شمال لوېديځ لورته، په ۴۰ کليومترۍ کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ په سيمه کې د ارغنداب د رود پرسر جوړ شوی دی، چې په مټ یې ددغه ولایت په اووه ولسوالیو کې ۷۶ زره هکټاره ځمکې خړوبېږي .
 سرچینه: بی بی سی


د مطلب کود: 55420

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55420/د-کندهار-دهلې-بند-رغول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com