دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 55502
دا ځل د تورخم دروازه د افغانانو د غیرې قانوني تګ پرمخ بنده شوې
دا ځل د تورخم دروازه د افغانانو د غیرې قانوني تګ پرمخ بنده شوې ده.

په تورخم کې یو شمېر هغه افغانان، چې پاکستان ته د تګ اسناد نه لري د پاکستاني پولیسو له خوا درول کیږي او د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د عامه اړیکو مسول ادریس مومند ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا لاره د موټرو او د هغو خلکو پرمخ خلاصه ده، چې له ځانه سره قانوني اسناد لري.

نوموړي وویل، یوازې هغو افغانانو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې له ځانه سره قانوني اسناد لکه پاسپورټ او یا هم په پاکستان کې د اوسیدنې افغانۍ کارت ونه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewn8n.jh8n7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته