دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 55505
امام خامنه ای دستر عالم تهراني په مړینې تسلیت ووایه
امام خامنه ای دشیعه مسلمانانو دتقلید دستر مرجع ایت الله مجتبی تهراني د وفات په مناسبت تسلیت ووایه . دایت الله مجتبی تهراني له وفات وروسته حضرت ایت الله العظمی خامنه اي په یوه پیغام کښې ددغه ستر عالم مړینه دروحانیت ټولنې او علمیه حوزې لپاره ستر نقصان وباله او دهغه کورنۍ ته یې تسلیت ووایه . دایران د ستر مجتهد تهراني دجنازې مراسم چې نن سهار وفات شو سبا په تهران کښې ترسره کیږي او امام خامنه اي ددغه ستر عالم دجنازې په دستورو کښې ګډون کوي او دجنازې لمونځ هم ترسره کوي . 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmmnm.23nmvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته