کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دميدان وردګو ولايت دتوپ په دښته کې يوجامع مسجد داساسي جوړونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جدی 1391 ساعت 12:39


دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دتوپ په دښته کې یو جامع مسجد داساسي جوړونې وروسته دولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي، په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازو ډاکتر عبدالله کلیمزی. عبدالمجید وردګ، دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون او غړو یې، دملي امنیت ریس سالارزی او دحج اوقافو ریس رحیم الله رحمتي لخوا رسما یې دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دحج اوقافو ریس رحمتي په وینا دغه جامع مسجد نژدې ۶ میاشتې وړاندې دتوپ په دښته کې د یو افغاني شرکت لخوا د حج او قافو وزارت دبوجې څخه د(۵۰۰۰۰) پنځوس زره امریکایی ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ چې په نوموړي مسجد کې په یو وخت (۶۰۰) لمونځ کونکي ځایږي، چې ددغه مسجد په جوړیدو سره به دتوپ دښتې دهټیوالو او اوسیدونکو ستونزې حل شي.

د ولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي دیاد جومات دپرانیستې پرمهال وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دیني مقدساتو ساتنې او اسلامي زده کړو دغښتلتیا دخپلو لومړنیوو موخو او پروګرامونو څخه تر کار لاندي لري چې دغه او دې ته ورته جوماتونو جوړول یې ښه بیلګه ده، نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کې به هم دلاره اچول شوو پلانونو ته په کتنې سره او امکاناتو ته دلاس رسي په صورت کې د دیني مقدساتو او دیني پوهې دلوړلو په اړه به خپلې هڅې دولایت داوسیدونکو څخه نه سمپوي.


د مطلب کود: 55550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55550/دميدان-وردګو-ولايت-دتوپ-په-دښته-کې-يوجامع-مسجد-داساسي-جوړونې-وروسته-ګټې-اخيستنې-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com