دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۱۸
د مطلب کود : 55782
حامدکرزي د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ایزې شورا پر ودانۍ تروریستي بریدونه په کلکه وغندل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کندهار ولایت د سپین بولدک
ولسوالۍ د سیمه ایزې شورا پر ودانۍ هغه تروریستي ځان مرګي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د کندهار ولایت د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، نن غرمه د افغانستان د خلکو دښمنانو د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ایزې شورا پر ودانۍ باندې دوه تروریستي ځان مرګي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې پینځه تنه ملکي وګړي شهیدان او پینځلس نور ټپیان شول چې په شهیدانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
حامدکرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل او هغه یې زموږ د ملکي او بې ګناه وګړو پرخلاف د افغانستان د دښمنانو لخوا د روان ظلم لړۍ وبلله .

جمهوررئیس وویل د افغانستان د خلکو دښمنان، تل دا هڅه کوي چې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د افغانانو د ورځنی ژوند عادی بهیر ګډوډ او د دې خاورې بې ګناه خلک په خورا بې رحمۍ سره شهیدان اوټپیان کړی.

جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewf8n.jh8nvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته