دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 55824
زلمی خلیلزاد ځان د ۱۳۹۳ د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندیدوي
تاند - په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد غواړي چې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د مې د پنځمې (۱۳۹۳ د حمل اوولسمې) نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

ویل کېږي چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته تګ راتګ زیات کړی، په دې ښار کې یې دفتر یې پرانیستی او د ولسي جرګې د ځینو غړیو په شمول یو شمېر نفوذ لرونکي کسانو ورته تبلیغات پیل کړي دي.

ویل کېږي چې د ښاغلي خلیلزاد دفتر ته ګڼ شمېر خلک مراجعه کوي او د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه خبرې کوي.

د ولسي جرګې یوه غړي، چې د زلمي خلیلزاد لپاره کمپاین کوي خو نه یې غوښتل چې نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې خلیلزاد دا ځل جداً غواړي چې په انتخاباتو کې کاندید شي.

ده تاکید وکاوه چې خلیلزاد یوازینی شخصیت دی چې په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د نړۍ، په تېره بیا د امریکا مرستې جلبولی او دا نظر شنډولی شي چې افغانستان په دې نه ارزي چې امریکا پرې پانګونه وکړي.

سره له دې چې خیلیلزاد د امریکايي تابعیت د لرلو له کبله ښايي یو لړ ستونزې ولري خو له دې سترګې نه شي پټېدای چې نوموړی به د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یو جدي او مخکښ کاندید وي.

ډېر احتمال شته چې ښاغلی خلیلزاد د هغو ډلو ملاتړ ترلاسه کړای شي چې په تېرو انتخاباتو کې یې د حامد کرزي ننګه کړې وه.

د ښاغلي خلیلزاد ملاتړي هم تاییدوي چې نوموړي له بېلابېلو ډلو سره خبرې کړي او حتي هڅه یې کړې چې د شمال په پخوانۍ ټلوالې کې د ځینو مشرانو، همداراز د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي او محمود کرزي ملاتړ ترلاسه کړي.

تراوسه هیڅ سرچینه نه ده بریالۍ شوې چې د ښاغلیو شېرزي، محمود کرزي یا د شمال د پخوانۍ ټلوالې د کوم مشر له قوله تایید ترلاسه کړي چې هغوی دې له ښاغلي خلیلزاد سره کومې موافقې ته رسېدلي وي.

که څه هم اوازې دي چې قیوم کرزی ځان کاندیدوي خو ویل کېږي چې ولسمشر کرزی نه غواړي چې د ده له کورنۍ څخه څوک کاندید شي. که دا مسله حقیقت ولري شونې ده چې د کرزي کورنۍ هم د خلیلزاد ملاتړ وکړي ځکه چې خلیلزاد د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د بون په لومړي کنفرانس کې د افغانستان د موقتې ادارې د مشرۍ لپاره د حامد کرزي ملاتړ کړی و.

د بون د کنفرانس برخوالو، چې لوی اکثریت یې د پخوانۍ شمال تلوالې غړي ول، د کرزي پرځای د موقتې ادارې د مشرۍ لپاره د ستار سیرت ملاتړ کړی و.

که څه هم امریکايي تابعیت په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي خلیلزاد یو ضعف بلل کېږي خو ځیني کارپوهان وايي چې خلیلزاد د امریکا تابعیت پرېښودلی شي او په امریکا کې د یوه افغان په توګه تر دومره لوړو پوستونو پوري رسېدل یې یو امتیاز او د ده د لیاقت نښه ګڼل کېدای شي.

تر ۲۰۱۴ مخکې له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې او پخلاینې بهیر او د هغه په نتیجه کې کېدونکي جوړجاړي یا ايتلافونه هم کېدای شي د افغانستان د ولسمشرۍ پرراتلونکو انتخاباتړ زیات اغېز ولري او ممکن ډېرو احتمالاتو ته، چې اوس لیدل کېږيړ تغییر ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbawbs.rhbs5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته