کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د ناټو پر اکمالاتي موټر چاودنه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جدی 1391 ساعت 16:46


په ننګرهار ولایت کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بمي چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن شاوخوا دولس بجې پر یوه ټیلر، چې بهرنیو ځواکونو ته يې موټر لیږدول چاودنه شوې او په پایله کې یو امریکايي موټر ویجاړ شوی دی.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په دغه ټیلر کې دوه سپاره ټانګونه يې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.





دوشنبه ۱۸ جدی


د مطلب کود: 55837

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55837/په-ننګرهار-کې-د-ناټو-پر-اکمالاتي-موټر-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com