کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوباما چک هېګل د دفاع وزیر او جان برینان د سي ای اې د مشر په توګه ونومول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جدی 1391 ساعت 10:15


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما چک هېګل د دې هیواد د دفاع د وزارت څوکۍ ته او د د تروریزم ضد مبارزه کې د ولسمشر سلاکار جان برینان یې د سي اي اې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې مشرتابه نومولې دي.

هېګل او برینان به اوس د امریکا له سنا څخه د تایید رایې اخلي؛ چې د اوباما ډیموکراټ ګوند په کې اکثریت لري.

هېګل چې د ویتنام په جګړه کې یې برخه لرله، ایران ته د اسرایلو پر پوځي ګواښونو د منتقد په توګه مشهور دی. نوموړي همدارنګه د هغو هڅو ملاتړ هم کړی؛ چې غواړي په افغانستان کې د راتلونکې سولې په اړه له ایران سره خبرې اترې وشي.

جان برینان په "سي. ای. اې" یا د امریکا په مرکزي استخباراتي اداره کې پنځه ویشت کاله تیر کړي. نوموړي د ۲۰۱۱ م کال کې د هغو عملیاتو په پلانولو کې مهمه ونډه لرله چې په ترڅ کې یې د پاکستان په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن ووژل شو.

د دوشنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما هېګل یو داسې مشر وباله؛ چې د ده په وینا امریکايي سرتیري پرې ارزي:

"زموږ په پوځ کې به د چک هېګل مشرتوب تاریخي وي. نوموړی به د پوځ د خدمتي رتبي په لرلو لومړنۍ شخص وي؛ چې د دفاع د وزیر په توګه به دنده ترسره کوي.

همدارنګه به د امریکا په تاریخ کې یو له څو داسې وزیرانو څخه وي؛ چې په جګړه کې ټپي شوی او لومړنۍ د ویتنام د جګړې پخوانۍ برخه اخیستونکی چې د دفاع وزیر په څوکۍ ټاکل کیږي


د مطلب کود: 55871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55871/اوباما-چک-هېګل-د-دفاع-وزیر-او-جان-برینان-سي-اې-مشر-په-توګه-ونومول

آوا
  https://www.avapress.com