دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 55910
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د چین سفیر احضار کړ
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د چین سفیر احضار کړ او هغه ته یې د څو لانجمنو ټاپوګانو شاوخوا اوبو کې د چینایي کشتیو د تګ راتګ په اړه شدید اعتراض وړاندې کړ.

د سې شنبې د ورځې اقدام د صدراعظم شینزو ابې په مشرۍ د نوي ملت پال حکومت لومړنی اقدام دی چې دا مسله له چین سره په رسمي ډول راپورته کوي.
د جاپان د بهرنیوچارو مرستیال وزیر اکیتاکا سایکې د چین له سفیرچینګ یونګوا سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې سایکې د جاپان اوبو ته د چینایي کشتیو د ننوتو او د اوږدې مودې پاتې کیدوپه وړاندې شدید اعتراض څرګند کړاو هم یې په کلکه غوښتنه وکړه چې دا ډول پیښې بیا تکرار نشي.

چین هغو لانجمنو ټاپوګانو ته چې دواړه هېوادونه یې د ملکیت ادعاوې کوي، یو شمیر کشتۍ استولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvwnm.23nmzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته