دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 56027
جمهور رئیس حامدکرزي د امریکا د سنا مجلس له مشرتابه سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، په سیمه ایز وخت پرون مازیګر
د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له غړي او د اقلیتونو له
مشر سناتور میچ مک نیل او یو شمير نورو سناتورانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د حضور، سیمه ایزو مسلو او د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه خبرې اترې وکړې.

حامدکرزي وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کې له امریکايي چارواکو سره مهمې لیدنې کتنې لرم، هیله لرم امریکا ته له خپل دغه ډیر مهم سفر څخه هغه څه ترلاسه کړو چې د افغانستان خلک یې تمه لري.

سناتور میچ مک نیل هم هیله څرګنده کړه چې امریکا ته د جمهوررئیس حامدکرزي د
دغه سفر په جریان کې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنې کتنې مثبتې پایلې ولري.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqvnm.23n-idjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته