دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 56096
په لغمان کې یو طالب قومندان او ۴ امنيتي کسان وژل شوي
په لغمان کې یو طالب قومندان او څلور امنيتي کسان په جلاجلا پيښو کې وژل شوي.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه ناوخته شاوخوا دولس بجې د دې ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس ملا رفیق الله حق پرست، چې د سړک تر غاړو ماینونو او په ‍ مرموزو وژنو کې يي لاس درلود وژلی او خسر يي په سر ټپي شوی دی.

دا رنګه په دې پېښه کې د وسله والو په متقابلو ډزو کې د امنيتي ځواکونو یو سرتيری هم وژل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې تیر ماښام د الینګار ولسوالۍ د چينچار پله په سیمه کې د ملي پولیسو پر یوه موټر د سړک ترغاړې ماین چاودلی، د لغمان د والي د ویاند سرحدي ځواک په خبره په دې پېښه کې درې تنه پولیس وژل شوي.

د یادو پيښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9z0k.yt09n6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته