دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 56097
افغان لنډ هنري فلم چاپ انداز هلکان، د اسکار جایزې ته کاندید شو
په افغانستان کې جوړ شوی لنډ هنري فلم چاپ انداز هلکان، چې په نړیوالو کچه یې د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله، پرون د اسکار جایزې ته کاندید شو.

چاپ انداز هلکان د افغان فلم پروژې په نوم د غیرانتفاعي موسسې له خوا جوړ شوی. دا دېرش دقیقې فلم د مستندو فلمونو جوړوونکي امریکایي سم فرېنچ Sam French چې د افغان فلم پروژې موسسه هم تمویلوي جوړ کړی.

په دې فلم کې، چې شوټنګ یې د ۲۰۱۱ کال په ژمي کې په کابل کې اولس ورځې دوام وکړ فواد محمدي، ولي تلاش او جوانمردپاییز مرکزي رولونه لوبولي.

فرېنچ وايي، د دې فلم ډېره برخه لګښت له هغو ۲۰۰ زره ډالرو څخه تمویل شو چې د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ده کمپنۍ ته ورکړل.

نړېوالو وروسته له دې چې چاپ انداز هلکان په متحدوایالاتو، اروپا او اسیايي هېوادونو کې په نړیوالو فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شو، د سم فرېنچ کار ډېر وستایه.

فرېنچ تېر کال د دې فلم په خاطر د لاس انجلس د لنډو فلمونو د فستیوال جایزه وګټله او پرون د جنوري په لسمه د لنډو فلمونو په کتګورۍ کې اوسکار جایزې ته کاندید شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcef78n.jh8poi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته