کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسدالله خالد: روغتیايي وضعه مې مخ په ښه کیدو ده او ډېر ژر به هېواد ته ستون شم

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1391 ساعت 10:29


د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس اسدالله خالد، چې دا مهال د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي، چې روغتیايي وضعه په ښه کیدو ده او ډېر ژر به بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

د افغانستان د ملي امنیت ټپي شوي رئیس اسدالله خالد د خپلې روغتیا په اړه څرګندونې په هغه ویډیويي پیغام کې کړي، چې د ولسمشر د ویندوی دفتر خپور کړی دی .

ښاغلي خالد په دې ویډیويي پیغام کې له هغو افغانانو مننه کړې، چې له ده سره یې خواخوږي کړې او ویلي يې دي چې ټپونه یې په رغېدو دي او ډیر ژر به افغانستان ته لاړ شي .

ازادی رادیو راپور وکړه اسدالله الله خالد د تیرې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د یو داسې کس له خوا په ځان وژونکي برید کې سخت ټپي شو چې ویل کیږي د سولې د پیغام وروړنکي په نوم یې ځان د نوموړي مېلمستون ته رسولی و .


د مطلب کود: 56308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56308/اسدالله-خالد-روغتیايي-وضعه-مې-مخ-په-ښه-کیدو-ده-او-ډېر-ژر-هېواد-ته-ستون-شم

آوا
  https://www.avapress.com