کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسدالله خالد: روغتیايي وضعه مې مخ په ښه کیدو ده او ډېر ژر به هېواد ته ستون شم

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1391 ساعت 10:32


د افغانستان د دفاع وزیر وايي، د امریکا متحده ایالات چمتوي شوي چې، د افغانستان ملي اردو په C-۱۳۰ ډوله الوتکو او می ۱۷ هیلوکوپټرو تجهیز کړي.

جنرال بسم الله خان محمدي دا خبرې پرون د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا ته کړې دي.

په دې اړه د ارگ بسم الله محمدي له قوله په يوه اعلاميه کې ويلي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز او په وسلو د سمبالولو د بهیر د چټکتيا په اړه هم له امریکا سره موافقه شوې د .

د ښاغلي محمدي په وینا پر دې هم موافقه شوې ده، چې د افغانستان د هوايي حریم کنترول او څارنه خپله افغانانو ته وسپارل شي.

د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د ولسمشر حامد کرزي او بسم الله خان محمدي ترڅنګ، د ماليې وزیر حضرت عمر زاخلیوال او نورو افغان چارواکو هم امریکا ته د خپل سفر د لاس ته راوړنو په اړه په خپلو کې معلومات شریک کړي.


د مطلب کود: 56309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56309/اسدالله-خالد-روغتیايي-وضعه-مې-مخ-په-ښه-کیدو-ده-او-ډېر-ژر-هېواد-ته-ستون-شم

آوا
  https://www.avapress.com