کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بادغیس دپوهنې رياست کارکوونکو ته درې ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جدی 1391 ساعت 20:51


 د بادغیس دپوهنې رياست دټولنيزو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشا پ د روان کال د مرغومۍ د میاشتې په ۲۶ نیټه جوړ شو . په دې درې ورځني ورکشاپ کی دبادغیس دمر کز او اړونده ولسوالیو دښوونځیو ۱۵۴۵ ټولنیز کارکوونکي برخه لري.دوی ته دا ښوول کیږي چې د پوهنې لپاره د خلکو مرسته را جلب او د پوهنې د کیفیت د لوړولو لپاره ټولنیزې چارې تر سره کړي.
د ورکشاپ د پرا نیستې په غونډه کې بادغیس دپوهنې رییس تمه وکړه چې په لرې پرتو سيمو کې دټولينزو کارکوونکو دکار دپيل له امله به په ورځنيو چارو کې دپام وړ بدلون رامنځته شي..


د مطلب کود: 56481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56481/د-بادغیس-دپوهنې-رياست-کارکوونکو-ته-درې-ورځنی-ورکشاپ-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com