دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 56554
جمهور رییس حامد کرزي د تروریستانو په له منځه وړلو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د مېړانې څخه ستاینه وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس حامد کرزي په کابل ښار کې نن تروریستي برید په کلکه وغانده او د ترهګرو په له منځه وړو کې یې د هېواد د امنیتي ځواکونو د مېړانې او بیړني عمل ستاینه وکړه.
د ملي امنیت د ریاست د معلوماتو له مخې، نن یو ترهګر د یو تونس ډوله موټر په واسطه د کابل صدارت څلورلاري ته نږدې یو ځانمرګی برید ترسره کړ چې په نتیجه کې یې زموږ ۱ هېوادوال شهید او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

د کابل د امنیه قوماندان، لوی پاسوال محمد ایوب سالنګي د څرګندونو له مخې پنځه نور تروریستان چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک دوهم موټر هم والوزوي، د هېواد د بیدارو امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شول او د دوهمې چاودنې مخنیوی وشو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د دغه تروریستي برید په کلکه غندنه وکړه او د هېواد د امنیتي ځواکونو له مېړانې او فداکارۍ څخه، چې په کم وقت کې یې ترهګر له پښو وغورځول، د دوهمې چاودنې او زموږ د هېوادوالو د زیاتې مرګ ژوبلې مخنیوی یې وکړ، ستاینه وکړه.

حامد کرزي وویل چې ترهګر د دغه ډول نامردانه بریدونو په ترسره کولو نه یوازې خپلو موخو ته نه رسېږي، بلکې د هېواد د زړورو زامنو چې خپل خوږ ژوند یې د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره وقف کړی دی، د غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي.
رییس جمهور حامد کرزي خپل د همدردۍ او تسلیت مراتب د شهید هېوادوال له کورنۍ سره شریکوي او د لوی خدای له دربار څخه د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0pqp.2bqep8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته