کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند د نهرسراج يو شمېر خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی

د صدای افغان آژانس(آوا) , 28 جدی 1391 ساعت 11:19


د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ يو شمېر خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

له سيمې څخه د ازادۍ راډيو د راپور له مخې د نهر سراج ولسوالۍ خلکو وروسته له دې د طالبانو پرضد پاڅون وکړ چې د دوي په وينا پر سړکونو د طالبانو له لوري د ماينونو له ښخولو په تنګ شول.

ويل کېږي، چې دا سيمه له ډېرو کلونو راهيسي د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو له څو مياشتو راهيسي د دوي پر مځکو اوبه د دې لپاره بندې کړي چې دوي ډوډۍ او باج نه ورکوي.

د يوه کلي مشر صفر محمد د خپلې سيمې د اوسېدونکو له لوري له حکومت او د هلمند له والي څخه وغوښتل چې له طالبانو څخه د دوي د سيمې په پاکولو کې مرسته ورسره وکړي.


د مطلب کود: 56578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56578/د-هلمند-نهرسراج-يو-شمېر-خلکو-وسله-والو-طالبانو-پرضد-پاڅون-کړی

آوا
  https://www.avapress.com