دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 56857
د الکترونیکي تذکرو ویش به د روان کال د کب په لومړیو کې پیل شي
افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین وايي، د نوي هجري لمریز کال له لومړۍ ورځې څخه به په افغانستان کې د الیکترونکي تذکرو یا د هویت د پیژند پاڼو ویش پیل کړي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر رسنیو ته په یوې استولي، خبرپاڼې کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وزیر امیرزي سنګین له خولې ویلي دي، چې د روان کال د کب د میاشتې له لومړیو څخه به د الیکترونیکي تذکرو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شي او د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال د وري د میاشتې له پیل څخه به عملا د الیکترونیکي تذکرو ویش پیل کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین، په دې اړه دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې کړې دي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر زیاتوي چې، دوي د الیکترونیکي تذکرو د ویش په برخه کې په یو شمېر پرتو ستونزو هم خبرې وکړې، خو ویې ویل، د پلان سره سم په دې اړه چمتوالی نیول شوی دی، تذکرې ډیزاین شوې، د افغانستان د اتباعو د ثبت فورمې جوړې شوي د معلوماتو د راټولولو مرکز چمتو شوی او تخنیکي تجهیزات هم برابر شوي دي.

خبر پاڼه د ملي امنیت شورا ته د وړاندې شویو معلومات پر بنسټ وايي، چې په سلو کې اتیا برخه تخنیکي تجهیزات هم کابل ته رسیدلې دي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر زیاتوي، چې غونډې د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د انتخاباتو لپاره چمتوالی او د الیکترونکي تذکرو ویش دوه جلا پروسې وګڼلې او د تذکرو ویش د ملي امنیت د شورا په غونډه کې یوه ملي پروسه وبلل شوه.

افغان حکومت د تذکرو د ویش خبر په داسې حال کې کوي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون چارواکي وايي، که چیرې دوي تر انتخاباتو پورې د دې تذکرو ویش تضمین شوی وی نو دې کار به د راتلونکیو انتخاباتو د شفافیت سره ډیره مرسته کړې وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر فضل احمد معنوي په یوه مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل، دوي حکومت ته ډاډ ورکړی و، چې د نویو تذکرو د ویش لپاره چې په انتخاباتو کې هم ترې کار واخیستل شي، موږ خپل ټول امکانات حکومت سره شریکوو.

خو ښاغلی معنوي وايي، نه یوازې دا چې حکومت ورته تر انتخاباتو پورې هغو ټولو کسانو ته چې د رايې ورکونې په شرایطو پوره دي د تذکرو ویش نه تنضمینوي، بلکې له دوي غوښتي، چې د انتخاباتو لپاره دې نوې نوم ثبتونه هم نه کوي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر وايي، د امنیت د شورا په غونډه کې پر دې مسلې سربیره د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي د هغو ویډیويي تصویرونو په اړه هم راپور وړاندې کړ چې څه موده مخکې خپاره شول او په کې ښودل کیږي چې د ملي اردو په یو موټر پسې د طالبانو مړي راښکل کیږي.

کریمي ویلي د دوی لومړنۍ څیړنې ښيې چې دا پېښه درې کاله مخکې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې شوې ، او دوه طالب قومندانان چې د ملي اردو پر سرتیرو یې د برید نیت درلود د سرتیرو له خوا وژل شوي او د دوی په تنو پورې د تړلو شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له ویرې یې هغوی د زرمت تر سیمه ایز روغتون پورې موټر پسې راښکلي دي.

خبرپاڼه وايي چې د ملي امنیت شورا دا کړنه د اسلامې ارزښتونو خلا ف بللې ده او د جنرال شیر محمد کریمي له خولې زیاتوي چې په دې کړنه کې یو لاس لرونکی کس یې نیولی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyvaw.t1aqw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته