دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 56989
د بخښنې نړېوال سازمان: ۱۷ افغانان په کابل او هرات کې په کمپونو کې د سړو له کبله مړه شوي
د عفوې نړېوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل وايي، په افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له وجې د یوولسو ماشومانو په ګډون د اولسو کسانو مړینه د سمدستي مرستو د رسولو اړتیا په ډاګه کوي.

دې سازمان په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي، چې د اولس افغانان په کابل او هرات کې د کورنیو بېځایه شویو کډوالو په کمپونو او مېشت ځایونو کې د سړو له کبله مړه شوي.

راپور زیاتوي، چې د قربانیانو کورنیو او ټولنیزو فعالانو د افغانستان پر حکومت او نړیوالو مرستندویو ټولنو له دې وجې انتقاد کړی چې مرستې یې په سمه توګه او کافي اندازه نه دي وېشلي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د آسیا پسېفیک برخې مرستیالې پولي تروسکاټ Polly Truscott په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې افغانانو مړینه هغه تراژيدي ده چې مخنیوی یې کېدای شوای خو له بده مرغه په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو په کمپونو کې د دېره سګونه زره خلکو لپاره د ژمنیو مرستو په رسولو کې د بې نظمۍ نښه ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عفوې نړیوال سازمان او نورو خیریه ټولنو دا غوښتنه چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د تېرکال په څېر د خواشینوونکو مړینو د بیا پېښېدو مخنیوی وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoo8n.jh8pvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته