دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 57063
پکتيا کې پينځه تنه وسلوال غله نيول شوي
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چي د مرکز ګرديز اړوند په خطابې سيمه کي يې پنځه تنه غله نيوليٍ،چي درې يې پوليس دي.

دوی وايي چي له يادو غلو سره يې يو رينجر موټر چې د غلا لپاره يې ترېنه ګټه اخيسته هم نيولی دی.

د پکتياامنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل وويل چي له دې وړاندې هم د دوئ د پوليسو له لوري څو ځلې غله نيول شوي او د نورو پلټونو په خاطر يې قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

اورياخېل دا هم وايي چې ياد غله د لومړۍ حوزې د پوليسو له لوري د سړک پر سر د سپارلۍ د لوټلو پر مهال ونيول شول.

د امنيه قومندان په داسې حال کې د پينځو تنو غلو د نيول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستيو کې د دې ولايت په ځينو سيمو کې د وسله والو غلو ډلې زياتې شوې دي.

د يادونې وړ ده چې په لومړی ځل د وسله والو غلو په کتار کې د پوليسو نيول کېدو خبر ورکول کيږي.

درنو همکارانو هيله ده چې دا خبر د ويب او خبرونو له پاره تر لاسه کړئ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipuaw.t1ayq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته