کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د امریکا د بې پېلوټه الوتکو پر نوې پالیسۍ اندېښنه ښکاره کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 دلو 1391 ساعت 18:40


تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له امریکا څخه غوښتي په پاکستان کې له بې پېلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو په برخه کې د کتاب د تدوینولو او د واشنګټن د نوې پالیسۍ په اړه مالومات ورکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې حنا رباني کهر نن/چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ریچارد اولسن سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې امریکا دې د بې پېلوټه الوتکو د حملو د نوې پالیسۍ په اړه پاکستان ته مالومات ورکړي.

د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې خبرو سرچینو وویل: رباني کهر سفیر اولسن ته ویلي چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د دفاع وزارت او سي آی اې د بې پېلوټه الوتکو د حملو له دوامه اندېښمن دی او په دې برخه کې د امریکا د نوې تګلارې د جزییاتو غوښتونکی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا د امریکا متحد ایالتونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د یوه کتاب یا لارښود په برابرولو بوخت دي او ادعا شوې چې په دې کتاب کې د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو د حملو د دوام د مشروعیت لپاره دلایل وړاندې شوي دي.

امریکايي چارواکو هم ویلي چې ولسمشر اوباما د یو داسي لارښود د برابرولو غوښتونکی دی چې د هدفمنو عملیاتو لپاره څرګند قوانین په ګوته کړي.

د دوی په وینا په دې لارښود کتاب کې د پاکستان په خاوره کې د سي آی اې د جاسوسي الوتکو(بې پېلوټه) پراخو حملو ته ځانګړي جوازونه ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم په دې اجازه لیکونو کې د سي آی اې لاس خلاص پرېښودل کېږي چې د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو حملو ته دوام ورکړي او د طالبانو او القاعده په شمول سخت دریځې ډلې وځپي.

ټاکل شوې ده چې دا لارښود له بشپړېدو وروسته د تصویب لپاره ولسمشر بارک اوباما ته واستول شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د امریکا له سفیره وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د القاعده د مشرانو د وژلو لپاره دې دواړه هیوادونه په ګډه پلانونه او نوې تګلارې جوړې کړي.

دوی دغه راز د سیمې د حالاتو په تېره بیا د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د امریکا سفیر رچارد اولسن د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.


د مطلب کود: 57095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57095/پاکستان-د-امریکا-بې-پېلوټه-الوتکو-پر-نوې-پالیسۍ-اندېښنه-ښکاره-کړه

آوا
  https://www.avapress.com