کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د القاعده شبکې او طالبانو یو مشر وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 دلو 1391 ساعت 18:56


افغان او ناتو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د القاعده شبکې او طالبانو یو مشر وژلی دی.

د ایساف ګډې عملیاتې قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، دا کس ولې نومیده، چې په سېمه کې یي د القاعده شبکې او طالبانو ترمنځ اړیکې ټینګول، وسلې یي انتقالولې او د ځان وژونکو لپاره یي انتحاري واسکټونه هم برابرول.

ایساف ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سېمه يېز مشر د نیولو خبر هم ورکړی دی.


د مطلب کود: 57204

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57204/د-کونړ-په-دانګام-ولسوالۍ-کې-القاعده-شبکې-او-طالبانو-یو-مشر-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com