دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 57241
د چک جمهوریت د ډاکټرانو ټولنې نظامي ډاکتر "ایرژي لیساک" چې درې ځله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې د زړورتیا جایزه ورکړه.

دغه پخواني چکي ډاکټر په ۲۰۰۹،۲۰۰۸ او په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې خدمت ترسره کړی و؛ ایرژي لیساک د چکي سرتېرو ترڅنګ په افغانستان کې ملکیان هم تداوي کړي وو.
د چکي ډاکټرانو د مجلې لیکوال میخاییل سویکا دغه څرګندونې پرون د چک جمهوریت خبري اژانس "چې. تي. کا" ته کړې.
سویکا ویلي، چې ډاکټر ایرژي لیساک دغه جایزه پرون د چکي ډاکټرانو په غونډه کې ترلاسه کړه.
د لومړي ځل لپاره دغه جایزه په ۱۹۹۷ میلادي کال د چک د پخواني ولسمشر واسلو هاول معالج ډاکټر پاول پافکو ته ورکړله شوې. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqx9n.ak9ut4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته