دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 57440
دهرات په ولایت کې یوه دیني مدرسه جوړه شوه
 دغه مدرسه دهرات ولایت دمرکز اړوند د جبراییل په سیمه کې دامام باقر علیه السلام په نامه جوړه شوه. په دغه مدرسه کې به د سلګونو کسانو لپآره ددیني زده کړو اسانتیاوې برا برې شي . 

په هغه غونډه كې چې په همدې موخه جوړه شوې وه دهرات ولايت د پوهنې رياست پر مسؤلينو سر بیره دولایتي شورا رییس ، لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو. 

دیاونې وړده چې اوس مهال دهرات ولایت د پوهنې ریاست په چوکات کې ۲۲ بابه دیني مدرسې، ۴ دارالعلومه او ۳ دارالحفاظه فعالیت لري چې ۲۰۶۴۱ تنه طالب العلمان پکې په زده کړه بوخت دي.


https://avapress.com/vdchvknm.23nqkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته