دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 57517
کاپیسا: د کوهستان د دویمې حصې ولسوال په خپل کور کې ووژل شو
د کاپیسا ولایت چارواکي وایي، چې د کوهستان د دویمې حصې ولسوال په یوې وسله والې حملې کې ووژل شو.

د کاپیسا والي محراب الدین صافي ازدي راډيو ته وویل؛ چي محمد مشتاق سادات د کوهستان د دویمې حصې ولسوال تیره شپه په خپل کور کې د وسوالو له خوا وژل شوی.

نوموړي وویل، د قتل د انګیزې په اړه تحقیقات پیل شوې دي؛ خو کیدای شي، د دې وژنې لامل شخصي دښمني وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmpqp.2bqms8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته