دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 57640
پاکستان به افغان محصلانو ته په خپل پوځي پوهنتون کې د دوکتورا شل بورسونه ورکړي
ازادی رادیو، پاکستان پرون وويل، چې افغان محصلانو ته به په خپل پوځي پوهنتون کې د دوکتورا شل بورسونه ورکړي.

دا اعلان د پاکستان لوي درستيز جنرال اشفاق کياني په اسلام اباد کې د پاکستان د ساينس او تکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې وکړ.

د افغانستان دفاع وزير، چې د يوه پنځه کسيز پلاوي په مشرۍ د پاکستان په سفر بوخت دي، پرون په اسلام اباد کې د پاکستان دغه پوهنتون له نژدې وکوت.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjymei.uqeaxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته