دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 57673
زرداري د افغانستان،پاکستان او انګلستان په دي اړخیزه غونډه کښې د ګډون لپاره لندن ته ولاړه
پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری نن د افغانستان، پاکستان او انګلستان په دي اړخیزه غونډه کښې د ګډون لپاره لندن ته روان شو او په دوبۍ کښې هم یو څه تم کیږي .

په دغه دوره ورځنۍ غونډه کښې چې د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری،د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي او د انګلستان د لومړې وزیر ډیویډ کامرون په شتون ترسره کیږي،د افغانستان وضعیت او د سیمې حالات څیړل کیږي.

ویل کیږي دغه دري اړخیزه ناسته د ۲۰۱۲ م کال په سپتامبر کښې د نیویارک د غونډي دوام دی او د لندن،اسلام آباد او کابل چارواکې به ،په تیره دریوو میاشتو کښې د افغانستان د سولې د بهیر لاس ته راوړنې وڅیړي .

دا په داسي حال کښې دي چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي او د انګلستان لومړې وزیر ډیویډ کامرون بیګا په ټلفونې خبرو اترو کښې د دغه غونډې اجنډا شاربلي ده .

زرداري به لندن ته په سفر کښې د ایم کیو ایم له مشر الطاف سره هم وګوري او د فبرورۍ په څلورمه به پاکستان ته ستون شي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvdt.w6deeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته