دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۲۲:۳۲
د مطلب کود : 57745
افغانستان غواړي له ناروې سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي
په پام کې ده، چې افغانستان په نژدې راتلونکي کې له ناروې سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې ولسمشر حامد کرزی به د افغانستان، برتانیا او پاکستان له درې اړخیزې غونډې وروسته؛ چې په لندن کې جوړېږي، د دې سند د لاسلیک لپاره ناروې ته ولاړ شي.

د ښاغلي فیضي په وینا، د دې موافقې له مخې ناروې به له افغانستان سره په سیاسي او پرمختیايي برخو کې مرستې کوي.

ناروې په افغانستان کې شاوخوا سل پوځیان لري او ډېری مرستې یې په فاریاب ولایت کې په پرمختیايي پروژو کې کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftedt.w6dejaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته