دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 57788
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر او راسموسن د افغانستان د امن په اړه خبرې وکړې

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير او د ناټو عمومي منشي تر ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان د امن د ټينګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

"ايرلان ادريسوف "او انډريس فوګ راسموسن" پرون په بروکسل کې په دې اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي ادريسوف خبريالانو ته وويل:

”په افغانستان کې د امن په ټینګېدو کې زموږ همکاري، په ځانګړي ډول تر ۲۰۱۴م کال وروسته چې د ايتلافي ځواکونو اکثريت له دې هېواده وځي، د ناټو لپاره يقيناً مهم رول لري.”

د افغانستان د راتلونکي امن په اړه په داسې حال کې خبرې کېږي؛ چې ټاکل شوې اکثريت بهرني جنګي ځواکونه په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه ووځي او د امنيتي چارو زيات مسووليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4mqp.2bqm48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته