تاند - د سهار راهيسي د کندهار-کابل لويه لاره د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې، او يو زيات شمېر سپرلۍ د لارې د بنديدو له امله منتظر دي.
دغه لويه لاره د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ ته څېرمه د اخند صاحب زيارت په سيمه کي د اوبو او سېلابونو د راتلو له امله د ترافيکو پرمخ د نن سهار راهيسي تړل شوې ده. ددغي لويي لارې دواړو غاړو ته زيات باربري او مسافر وړونکي موټر ترې تم شوي. سېلابونه د زيات اورښت له امله راوتلي او وېره ده چي د څو ورځو لپاره به د کندهار- کابل لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وي.
د هرات ولایت په فارسي، کهسان، غوریان او کشک کهنه ولسوالیو کې هم سېلونو زیات زیانونه اړولي دي. خو د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)