دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 58033
ولسمشر کرزی د اوږدمهالو همکاریو د تړون د لاسلیکولو لپاره اوسلو ته ورسېد
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په بریتانیا کې له ډیوید کامرون او پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره له خبرو وروسته د دوشنبې په ماښام د ناروې پلازمېنې اوسلو ته ورسېد.

ولسمشر کرزی به نن/ سې شنبه/ د ناروې له بهرنیو چارو وزیر سره له خبرو وروسته د ناروې پارلمان ته لاړ شي او دغه راز به د ناروې له دفاع وزیر او د پارلمان د ولسي جرګې (stortinget) له مشر او غړیو سره وګوري.

ښاغلی کرزی به مخکې تر دې چې د ناروې له صدراعظم سره وویني د دغه هیواد شاهي ماڼۍ ته لاړ شي او د ناروې له پاچا هیرالد سره وویني.

ښاغلی کرزی به د ناروې د سفر په لړ کې له دغه هیواد سره د اوږدمهالو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

افغانستان له ایټالیا، فرانسې، بریتانیا، هند او امریکا سره هم د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

ناروې ته د ولسمشر کرزي سفر به د دغه هیواد له صدراعظم ینس ستولتنبرګ سره له خبري غونډې وروسته پای ته ورسېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz9n.ak97w4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته