دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 58083
کامرون هیله څرګنده کړه چې طالبان به په انتخاباتو کې ګډون وکړي
تاند- د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون پرون /دوشنبه/ هیله څرګنده کړه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال به، چې د ناټو اکثره پوځیان به له افغانستانه وتلي وي، طالبان د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

صدراعظم کامرون دا هیله وروسته له دې څرګنده کړه چې د پاکستان او افغانستان له ولسمشرانو سره یې دوې ورځې خبرې وکړې.

د بریتانیا له صدراعظم سره د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په دې خبرو کې، چې په خپل ډول کې د درو هیوادونو درېمه سرمشریزه وه، پاکستان له افغانستان سره موافقه وکړه چې په شپږو میاشتو کې باید طالبان د سولې او پخلاینې بهیر ته داخل شي.

کامرون د همکاریو لپاره د افغانستان او پاکستان د مشرانو موافقه بې سارې وبلله.

د ولسمشر کرزي د حکومت سیاسي مخالفانو په وروستیو کې داسي احساس کړې چې کرزی تروسه وسه هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو مخکې طالبان پخلا کړي او له همدې کبله دوی هم هلې ځلې پیل کړي چې په خپل منځ کې ايتلاف رامنځته کړي او د ۱۳۹۳ لمریز کال/۲۰۱۴ د مې پنځمه/ د ولسمشرۍ انتخاباتو ته واحد کاندید معرفي کړي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، چې مخکې یې ویلي و چې ځان به د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړي په مزارشریف کې د پخوانۍ شمال ټلوالې د مشرانو د وروستۍ غونډې په دفاع کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د پخلاینې پر هڅو اندېښنه څرګنده کړه.

کامرون د افغانستان او پاکستان د مشرانو د موافقو د بې سارې بللو په ترڅ کې وویل چې دوی دواړو په دوحه کې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د دفتر د جوړېدو ملاتړ وکړ.

د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په موافقه کې ویل شوي چې د قطر په مرکز کې دې دفتر د دې لپاره پرانستل شي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو لار اواره شي.



د سیاسي چارو د ځینو کارپوهانو په نظر که طالبان په دیموکراتیکو پروسو باورمن شي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي ښايي ډېر خلک په دې خاطر هم رایې ورکړي چې طالبان په فساد بدنامه نه دي. فساد نن سبا د اکثرو افغانانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه او له حکومت څخه د دوی د بېزارۍ اصلي سبب دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfgbs.rhbwwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته