دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 58147
امنيتي چارواکو په ننګرهار کې امونیم نایتریت او درې تنه غله نيولي دي

امنيتي چارواکو په ننګرهار کې څه باندې نهه زره کیلوګرامه امونیم نایتریت نيولي.

د ننګرهار امنیه قومندان عبدالله حازم ستانکزی وايي، چې تېره شپه ناوخته د دوي ځواکونو د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې ١٨٨ بوجۍ امونيم نايترايت، چې ټول ۹۴۰۰ کیلوګرامه کیږي نیولي.

د نوموړي په خبره د دې پيښې په تور یو تن هم نیولی دی، چې اوس ترې پوښتنې روانې دي.

امونیم نایتریت یو ډول سره ده، چې په چاودیدونکو توکو ترې ګټه اخیستل کیږي.

بله خوا د ښاغلي ستانکزی په وینا، ځواکونو يي تیره شپه درې تنه وسلوال غله چې له یوه کوره يي غلا کوله نیولي دي.

د نوموړي په خبره دغه کسان د سرخرود په ولسوالۍ کې نیول شوي، چې اوس ترې پلټنې روانې دي.





چهارشنبه ۱۸ دلو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmsqp.2bq408j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته