د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د نړیوالو ځواکونو یوې هیلیکوپټرې په تګاب ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د سیمې یو شمېر اوسیدونکي او ځینې مسوولې سرچینې وايي، دا هیلیکوپټره د تګاب ولسوالۍ په ګبري سیمه کې لویدلې چې یو شمېر بهرني ځواکونه په کې وژل شوي او ټپیان دي.
طالبانو ددې پیښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې هغوي دا هیلیکوپټره غورځولې ده.
خو د تګاب ولسوالۍ امنیې قومندان محمدنوروز آزادۍ راډیو ته وویل چې دغې هیلیکوپټرې بیړنۍ ناسته کړې او دوي تر دې دمه ددې پیښې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه لري.