کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د م.م وروستی راپور رد کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 دلو 1391 ساعت 18:21


د افغانستان د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو چارواکي وایي، د ملګرو ملتو د مخدرو موادو او جرایمو پر ضد د مبارزې د ادارې راپور ناسم او بې بنیاده دی.
د ملګرو ملتو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، په افغانستان کې د اداري فساد او رشوت په هکله یو راپور خپور کړ، چې یو شمې دولتي ارګانونو په کې په فساد او رشوت تورن شوی دی.
راپور د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم یاد کړي، چې فساد او رشوت په کې زیات شوی دی.
د پوهنې وزارت د خپرونو ريیس کبیر حقمل د جمعې په ورځ ازادی رادیو ته وویل، په یاد راپور کې د څیړنې هیڅ ډول معیارونه په پام کې نه دی نیول شوی او پرته له دی، چې د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي، نور څه نه دي، ښاغلي حقمل وویل:

«د پوهنې په وزارت کې د فساد د موجودیت په هکله د ملګرو ملتونو راپور ردوو، دې وزارت په وروستیو کلونو کې داسې مسلکي، تخنیکي او ادارې نظام رامنځته کړې فساد یي ډیر ټیټې سطح ته راکښته کړی دی.
د دې وزارت اړیکې مستیقما له خلکو او ښوونکو سري دی، دا پور پر اسنادو نه دی جوړ شوی او موږ یي ردوو.»
حقمل وویل، په وروستیو کلونو کې د پوهنې نظام د کېفت او کمیت له پلوه ښه شوی او هڅې کېږي، چې نور هم ښه شي.
یو، این، او، ډي، سي، یاد ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرایمو پر ضد د مبارزې اداره وایي، دوي خلکو سره د مرکو له لارې موندلی چې، د افغانستان د خلکو نیمایي برخې خپل کارونه په رشوت ترسره کړي دي.
په راپور کې راغلی چې تیر کال په افغانستان کې درې اعشاریه نهه میلیارده ډالر رشوت اخیستل شوی دی.
همدا رنګه د لوړو زده کړو وزارت چارواکې وایي، په وروستیو کلونو کې د دې وزارت تعلیمي، تخنیکي او پراختیایي چارې له یوې نه بلې شفافې شوی او کوم راپور چې د ملګرو ملتونو مربوطې ادارې په دی وزارت کې د فساد د شتون په هکله خپور کړی، له حقیقته لیرې دی.
د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش ازادی رادیوته وویل: «د لوړو زده کړو په وزارت کې فساد موږ په کلکه ردوو. د دې وزارت په چارو کې قانون په پام کې نیول کېږي، همدا رنګه په راپور کې د فساد ځایونه مشخص شوي نه دي او مسلکي راپور ورته نه شو ویلای.»
د ملګرو ملتو د سازمان په راپور کې په یو شمېر نورو دولتي ارګانونو کې هم د فساد د شته والي په هکله ویل شوي، خو نورو ارګانونو یي په باب تر اوسه څه نه دي ویلي.
د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکې وایي، دا راپور په لیرې پرتو سیمو کې د نامعلومو افرادو د مرکو له مخې ترتیب شوی دی.
خو د راپور جوړونکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، راپور یي د شاوخوا شپږ زرو کسانو چې څلویښت فیصده په کې ښځې دي، د هغوي د مرکو پر مټ چمتو کړی دی.


د مطلب کود: 58264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58264/د-پوهنې-او-لوړو-زده-کړو-وزارتونو-م-وروستی-راپور-رد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com