کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رسول: تر څو چې پاکستان صداقت نه وي ثابت کړی ستراتیژیک تړون ورسره نه کوو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 دلو 1391 ساعت 11:09


تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په زغرده وویل، افغانستان به تر هغو له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک نه کړي چې دا ثابته شوې نه وي چې پاکستان نور د افغانستان لپاره ګواښ نه پېښوي.
ښاغلي رسول دا څرګندونې پرون/ یکشنبه/ د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو د لندن له کتنې یوه اوونۍ وروسته وکړې.
د لندن په سرمشریزه کې موافقه شوې وه چې افغانستان او پاکستان به په خپل منځ کې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي او دغه راز به په شپږو میاشتو کې وسله وال طالبان د سولې پر بهیر ورګډ کړي.
خو ښاغلي رسول وویل: د افغانستان، بریتانیا او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د سولې د موافقې لپاره د افغانستان شرایط خورا واضح ول او د افغانستان حکومت غواړي چې شرایط یې یقیني شي.
ده همداراز وویل:«د لندن په کنفرانس کې موافقه شوې وه خو تر څو چې پاکستان د سولې او ثبات په برخه کې د صادقانه همکارۍ نښه نه وي ښوولې، او زموږ د خلکو اعتماد یې نه وي جلب کړی، داسي موافقه ( د ستراتیژیکو همکاریو تړون) به ونه شي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل:«بې له شکه، موږ ډاډه یو چې د افغانستان له لوري به پاکستان ته هیڅ راز خطر پېښ نه شي.»
د افغانستان د باندنیو چارو وزیر قطر ته د مولانا فضل الرحمن د سفر او له طالبانو سره د هغه د کتنې په اړه وویل، دا مهمه نه ده چې فضل الرحمن قطر ته تللی یا نه دی تللی. ده په دې ټینکار وکاوه چې د قطر دفتر یوازې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دی نه دا چې هغه دې د طالبانو لپاره کوم سیاسي دفتر وي.
ښاغلي رسول دا هم وویل چې په قطر کې د طالبانو دفتر تراوسه پوري پرانستل شوی نه دی خو د افغانستان حکومت د قطر له چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې دا دفتر پرانیزي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي غوښتل چې په قاهره کې د قطر له امیر سره د طالبانو د دوحې د دفتر او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي خو راپورونه وايي چې وخت دواړو خواوو ته فرصت ورنه کړ چې په دې اړه خبرې وکړي.


د مطلب کود: 58410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58410/رسول-تر-څو-چې-پاکستان-صداقت-نه-وي-ثابت-کړی-ستراتیژیک-تړون-ورسره-کوو

آوا
  https://www.avapress.com