دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 58412
د حضرت امام خمینی (رح) تفکر،د تاریخ لاره بدله کړه
دایران د اسلامي جمهوریت د سفارت کلتوري سلاکار ناصر جهانشاهي ،پرون په کابل کښې دایران د اسلامي انقلاب د بریالي توب د ۳۴ کلیزې په دستورو کښې وویل هغه تفکر چې دایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د بشریت نړۍ ته وړاندې کړ،دتاریخ لاره یې بدله کړه ،.
هغه په دغو دستورو کښې چې په کابل کښې د افغانستان د پیامبر اعظم (ص) کلتور ټولنې برابري کړي وي،وویل، حضرت امام خمینی (رح) هغه تفکر وړاندې کړ چې له نبی کریم (ص) په میراث پاتې دی او دغه تکفر ځکه تلپاتې دی ،چې خدایی ماهیت لري .
نوموړې په دغو مراسمو کښې چې د افغان حکومتي چارواکو،عالمانو،پوهان،محصلینو او خلکو په ګډون ترسره شوي وویل، حضرت امام خمینی (رح) وتوانیده داسلامي اصولو له مخې، د دین تفکر د اسلامي انقلاب د تفکرپه چوکاټ کښې خلکو ته وړاندې کړي .
جهانشاهي زیاته کړه د حضرت امام خمینی (رح) تفکرپه اسلامي ويښتیا کښې اساسی رول درلوده ،ځکه د اسلامي ویښتیا اساس د حضرت امام خمینی (رح) په تفکر کښې جرړه لري .
په کابل کښې دایران د اسلامي جمهوریت د سفارت کلتوري سلاکار په دغه وینا کښې وویل، حضرت امام خمینی (رح) انساني ټولنې له ظلم سره مبارزې ته وروبللي او مسلمانان او انسانیت یې ورورګلوۍ،وحدت او په الهي پړې منګولو لګولو ته بلنه ورکړي ده .
د افغانستان د کابل او هرات په شمول یو شمیر ښارونوکښې د اسلامي انقلاب د بریالي توب د ۳۴ کلیزي دستوري ترسره شوي دي . 

همدغه راز په پاکستان کښې هم پرون د ایران داسلامي انقلاب د بریالي توب کلیزه ولمانځل شوه د پاکستان د کورنیو چارووزیر رحمان ملک په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالي توب د ۳۴ کلیزي په لمانځ غونډي کښې ګډون کړی او خبریالانو ته یې وویل هغه دوستي او نږدیوالې چې د ایران او پاکستان تر مینځ موجود دی ،له پیسو او تجارتي او اقتصادي ګټو سره د پرتلې وړ نه دی .
هغه وویل له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران او پاکستان ملګرتیاؤ ښې پایلې درلودلي،چې یوه یې د جندالله د ترهه ګرې ډلګۍ د جرړو وچول دي .
د پاکستان د ملي پارلمان مرستیال فیصل کریک کندي هم په دغو دستورو کښې وویل د داړو هیوادونو تر مینځ د سیاسي پلاویو تګ راتګ د پانګونې لپاره د اعتماد او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لامل شوي دي .
د پاکستان دملي هوساینې او خدماتو وزیري میرمن فردوس عاشق اعوان هم په دغه مراسمو کښې وویل پاکستان او ایران د سیمې د خلکو په آمنیت،هوساینې او پرمختګ کښې اساسي رول لري .
په پاکستان کښې د ایران د سفیر مرستیال حسین روش هم په دې دستورو کښې وویل ایران او پاکستان د اړیکو ډیره پخوانۍ مخینه لري ،چې اسلام آباد او تهران د اړیکو د پراختیا په حال کښې دي .
په دغو دستورو کښې د پاکستان د ملي پار لمان ویندويي فیصل کریم کندي،د ملي خدماتو وزیري میرمن فردوس عاشق اعوان، په شمول د پاکستان بیلا بیلو چارواکو او وزیرانو هم ګډون درلوده .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiknm.23n6zdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته