دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 58432
د مرکز بهسود ولسوالۍ له سیمه ییزو مشرانو سره د میدان وردګو والي لیدنه
د میدان وردګو ولایت د مرکز بهسود ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو له محترم والي ښاغلي عبدالمجید خان خوګیاڼي سره د یو لړ مسایلو په اړه په ولایت مقام کې غونډه وکړه چې په غونډه کې د مرکز بهسود ولسوالۍ له محترم والي صیب څخه د کوچیانو او هزارګانو د ستونزې د حل، د سړکونو د ډمبر کولو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو رغاولو ، د زیربنايي پروژو پلي کول، کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه کول او د شرکتونو د ناسم کړنو په اړه ځینې غوښتنې یې
لرلې.
محترم والي صیب لومړی دوی ملي وحدت ته راوبلل او داسې یادونه یې وکړه چې په یوه سیمه کې چې خلک اوسیږي هغه داسې بڼه لري لکه د کرل شویو ونو او ونې د الله ج مخلوقات دي که چیرې هزاره ورونه غواړي چې پښتانه له منځه یوسي نو په حقیقت کې دوی له الله سر جګړه کوي ځکه د هغه مخلوق له منځه وړي او که پښتون غواړي چې هزاره له منځه یوسي نو دوی هم له الله سره جګړه کوي نو د دوی جګړې به همیش ناکامه وي.
بیا د میدان وردګو والي نو موړو ته په یو لړ پروژو رڼا واچوله چې کرنې به برخه کې به تاسو ته په سل ګونه جریبه باغونه راتلونکي کال کې ورغاول شي.
همدا راز د اوبو ځینې بندونه به ورغاول شي، د مالدارۍ په برخه کې یوه ښه د مالونو منډوي په ولایت کې جوړ شي. او ځینو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې شي. او همدا راز محترم والي صیب د کلیو له مشرانو څخه وغوښتل څو نوموړې پروژې په خپله له نږدې څخه وڅاري ترڅو په ښه ډول تطبیق شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8xei.uqeotz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته