دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 58464
په کاپیسا ولایت کې اته وسله وال طالبان وژل شوي
چارواکي وایې، چې په کاپیسا ولایت کې اته وسله وال طالبان وژل شوي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نوروز وایې، چې دا اته کسه د نوروز خیلو په نامه په یوه کلي کې د خاصو امریکایې ځواکونو او د ملي اردو د کومندو په عملیاتو کې وژل شوي.
طالبانو تر اوسه د خپلو دې ملګرو د وژلو په اړه تبصره نده کړې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceee8n.jh8vpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته